نوښار (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د تحریک انصاف ګوند د غړو د نیولو لړۍ د درېیمې ورځې لپاره هم روانه ده. د سرچینو په وینا، پولیسو تر اوسه د دغه ګوند ۸۷ غړي نیولي او د ګوند د یو شمېر مخکښو مشرانو کورونو او حجرو ته یې هم چاپې اچولې دي.
د ځايي سرچینو په وینا، پولیسو د خیبر پښتونخوا د روغتیا د صوبايي وزیر میا خلیق الرحمن، د صوبايي اسمبلۍ د پنځو غړو او د قامي اسمبلۍ د دوو غړو پر کورونو او حجرو چاپې وهلې دي.
د راپورونو له مخې، په نوښار کې تحریک انصاف تر اوسه نه دی توانېدلی چې کوم لاریون یا اعتراضي مظاهره ترسره کړي. سرچینې وايي، د ګوند د فعالانو ترمنځ ناهیلي زیاته شوې او یو شمېر فعال غړي او مشران له پولیسو څخه د ځان پټولو لپاره نامعلوم ځایونو ته تللي دي.
سرچینې زیاتوي چې د نیونو تر ټولو ډېرې پېښې د رسالپور پولیسو له خوا شوې دي. د سرچینو په وینا، د رسالپور پولیسو تېره شپه د محمد خان کورونه په سیمه کې د تحریک انصاف د ټولنیزو رسنیو فعال او د ګوند یو مخکښ غړی ساحر خان له یوه ملګري سره نیولی او د رسالپور تاڼې ته یې لېږدولی دی.
دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له نافذېدو وروسته د تحریک انصاف د غړو پر ضد د پولیسو اقدامات دوام لري.
تر اوسه د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو، د هغوی پر ضد د احتمالي تورونو او د پولیسو د عملیاتو په اړه د چارواکو رسمي څرګندونې نه دي وړاندې شوې.


ندیم مشواني