هنګو (شال نیوز) : د هنګو پولیسو د دوآبې په بازار کي د پاکستان تحریک انصاف د کارکنانو خلاف د لارې بندولو، ګډوډۍ جوړولو او د سرکاري حکمونو د سرغړونې په تور مقدمه درج کړې او یو تن یې نیولی دی.
د پولیسو په وینا، دا مقدمه د اکتوبر پر ۱۳مه د دوآبې په تاڼه کي درج شوې ده. پولیس وايي، په مقدمه کي د نومول شوو نورو کسانو د نیولو لپاره چاپې روانې دي.
په دوآبه بازار کي د مسلم لیګ نون او تحریک انصاف کارکنان هغه مهال یو بل ته مخامخ شوي وو چې د مسلم لیګ نون پلویانو په خیبر پښتونخوا کي د ګورنر راج د لګېدو په خوشحالۍ کي نعرې وهلې.
د تحریک انصاف کارکنان هم بازار ته راوتلي وو او د دواړو ګوندونو پلویانو د یو بل خلاف نعرې وهلې وې. د پولیسو په لومړني معلوماتي راپور (ایف آی آر) کي د پاکستان د تعزیراتو د ۱۴۷، ۱۴۹، ۱۸۸ او ۳۴۱ مادو لاندې مقدمه درج شوې ده.
پولیس وايي، د پېښې په تړاو نورې پلټنې روانې دي. تر اوسه د تحریک انصاف د ځايي مشرانو دریځ نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز