هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په دوآبه بازار کي د ګورنر راج د لګېدو په خوشحالۍ د مسلم لیګ ن کارکنانو جشن جوړ کړی چې ورسره د تحریک انصاف کارکنان هم بازار ته راوتلي او د دواړو ګوندونو ترمنځ نعرې وهل شوې دي.

 

د ځایي راپور له مخې، د مسلم لیګ ن کارکنان د ډولونو په وهلو بازار ته راوتلي وو او د ګورنر راج د لګېدو په ملاتړ یې نعرې وهلې. د هغوی په لیدو د تحریک انصاف کارکنان هم راټول شول او په ځواب کي یې د مسلم لیګ ن خلاف نعرې پیل کړې.

 

د دواړو ګوندونو کارکنان د یو بل مخامخ ودرېدل او نعرې یې ووهلې، خو د فزیکي شخړې راپور نه دی ورکړل شوی. وروسته د مسلم لیګ ن کارکنان د نعرو په وهلو له بازاره ووتل او دواړه ډلې سره خورې شوې.