جلال اباد (شال نیوز) : د افغانستان په ننګرهار او کونړ ولایتونو کي سختو بارانونو او سېلابونو پنځه کسان ژوبل کړي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د غر ښوویېدو له امله د کابل ـ جلالاباد لویه لار هم د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کي د یو کور شپږ خونې نړېدلې او په پچیراګام ولسوالۍ کي دوه کسان د تندر لوېدو له امله ژوبل شوي دي. سېلابونو په یو شمېر نورو سیمو کي کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي چې د چپې درې ولسوالۍ په ګړنګل سیمه کي درې کسان د بارانونو، سېلابونو او تندر لوېدو له امله ژوبل شوي دي.
د هغه په وینا، سېلابونو نهه موټر او اووه موټرسایکلونه وړي او ۱۷ دوکانونو، یو جومات، د برېښنا تولیدولو یو مرکز او د اوړو یو ژرندې ته یې زیان رسولی دی. دوه څاروي هم زیانمن شوي دي.
سپینغر ویلي چې د چپې درې ولسوالۍ په ډېګل سیمه کي د سېلابونو له امله د سړک یوه برخه ویجاړه شوې او د خلکو تګ راتګ بند شوی دی. بلخوا، د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د اکتوبر پر ۱۳مه د بارانونو او غر ښوویېدو له امله د کابل ـ جلالاباد لویه لار د تنګي ابریشم په سیمه کي تړل شوې ده.
وزارت وايي، د سړک د خلاصولو لپاره کار روان دی او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دې لار له سفر کولو ډډه وکړي. په ننګرهار او کونړ کي د سېلابونو د ټولو زیانونو او اغېزمنو شوو کورنیو بشپړ شمېر لا نه دی څرګند شوی.


شال نیوز