کابل (شال نیوز) : په افغانستان کي د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې په تېر یو کال کي د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او ۱۶۳۴ نور ژوبل شوي دي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د اکتوبر پر ۱۳مه د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دې موده کي ۴۴ زره او ۹۱۸ کورنۍ له طبیعي پېښو زیانمنې شوې دي.
د حماد په وینا، د دغو پېښو له امله ۴۴۷۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۷ زره او ۶۶۴ نورو کورونو ته زیان رسېدلی دی. نوموړي ویلي چې ۲۸ سکولونه، درې روغتیايي مرکزونه، ۱۹۵ پلونه او پلچکونه او ۱۷۴۶ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، طبیعي پېښو د ۷۲ زره او ۸۷۴ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه او د لس زره او ۴۳۸ جریبه باغونو حاصلات هم له منځه وړي دي. چارواکي وايي چې په تېر یو کال کي یې له ۲۳۷ زره څخه زیاتو کورنیو سره خوراکي او نورې مرستې کړې او څه باندې ۳۸۳ زره کورنیو ته یې نغدې پیسې ورکړې دي.
خو د افغانستان په ختیځ کي ځینې زلزله ځپلې کورنۍ وايي چې لا هم په خېمو کي ژوند کوي او د خپلو ویجاړو کورونو د بیا جوړولو لپاره یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو شمېرې د ولایتونو له مخې نه دي جلا کړې.


شال نیوز