لورالايي (شال نیوز) : د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړي حاجي محمد خان طور عثمانخېل ویلي چې د لورالايي ښاروالۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ځانګړې شوې پیسې ۱۲ کروړه روپیو ته زیاتې شوې دي.

 

عثمانخېل د اکتوبر پر ۱۲مه ویلي چې د ښاروالۍ کلنۍ بودیجه هم له ۱۲ لکه روپیو څخه ۳۰ لکه روپیو ته لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، د ښار د صفایۍ د ښه کولو لپاره به شپږ رکشې او دوه د کثافاتو وړونکي ګاډي واخیستل شي.

 

هغه زیاته کړې چې د ښاروالۍ لپاره به د ۵۴ نوو ملازمینو د ګومارلو منظوري هم وغوښتل شي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې اعلان شوې پیسې به کله ښاروالۍ ته ورکړل شي او د صفایۍ نوي ګاډي به کله واخیستل شي. د نوو ملازمتونو منظوري هم لا نه ده تایید شوې.