بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کي د دریو کسانو مړي موندل شوي چې د ډزو له امله وژل شوي دي. پولیس وايي، د وژل شوو کسانو شناخت لا نه دی شوی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

 

د پولیسو په وینا، دغه مړي د اکتوبر پر ۱۳مه د بنو د شابري بهرت په سیمه کي موندل شوي دي. پولیس وايي، درې واړه کسان په ډزو وژل شوي او مړي یې د قانوني کارروایۍ لپاره د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.

 

د پولیسو چارواکو ویلي چې د پېښې له خبرېدو وروسته یې د پېښې له ځایه شواهد راټول کړي او د وژل شوو کسانو د شناخت، د وژنې د علت او د پېښې د ذمه وارو کسانو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

 

بلخوا، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې کسان د پولیسو په عملیاتو کي وژل شوي وسله وال وو، خو پولیسو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې. په بنو کي تر دې مخکې هم د اکتوبر پر شپږمه په دوو بېلابېلو سیمو کي د پنځو کسانو مړي موندل شوي وو.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دوه مړي د فتح خېلو په سیمه کي او درې نور د نار بستان په سیمه کي موندل شوي وو. دغه کسان هم په ډزو وژل شوي وو. تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې د شابري بهرت پېښه له تېرو وژنو سره کوم تړاو لري او که نه.