بایرن (شال نیوز) : د جرمني د بایرن ایالت په اګسبورګ ښار کي یو عدالت یو ۳۶ کلن ډرېور ایمبولانس ته د لارې نه ورکولو په جرم ۱۳ زره او ۵۰۰ یورو جرمانه کړی او د موټر چلولو لایسنس یې هم ترې اخیستی دی.
د څارنوالۍ په وینا، دغه ډرېور د B17 پر لویه سړک شاوخوا شپږ کیلومتره د ایمبولانس مخې ته روان و او د سایرن او بیړنیو څراغونو باوجود یې لاره نه ورکوله. څارنوالۍ ویلي، ډرېور د ایمبولانس له موجودیت څخه د ځان لپاره د لارې خلاصولو ګټه پورته کوله او د طبي عملې اشارې یې هم له پامه غورځولې.
د دې پېښې له امله ډاکټر ناروغ ته پنځه دقیقې ناوخته ورسېد. د اګسبورګ عدالت دغه ډرېور د نورو د لارې بندولو او د موټرو په غیرقانوني ځغلولو کي د ګډون په جرم مجرم بللی دی.
عدالت پرې د ۱۸۰ ورځو جرمانه لګولې چې د هرې ورځې اندازه ۷۵ یورو ده او ټولې ۱۳ زره او ۵۰۰ یورو کېږي. د هغه د موټر چلولو لایسنس هم اخیستل شوی او تر دوو کلونو پورې د نوي لایسنس لپاره درخواست نه شي ورکولی. خو د عدالت دا فیصله لا وروستۍ نه ده او ډرېور یې پر ضد اپیل کولی شي.


شال نیوز