اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال اسحاق ډار د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي، ګنې پایلې به یې ولري.
اسحاق ډار په اسلاماباد کي یوې غونډې ته ویلي چې د طالبانو حکومت خپلې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
نوموړي ویلي چې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کي بریدونه کوي او د طالبانو حکومت باید د دغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.
ډار د دې خبرداري ترڅنګ دا نه دي روښانه کړي چې پاکستان به د طالبانو د نه همکارۍ په صورت کي کوم اقدامات وکړي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د راپور له مخې، په سپتمبر میاشت کي په ټول هېواد کي ۲۲۵ وسله وال بریدونه شوي چې د اګست په پرتله ۱۳ سلنه زیات دي. د ادارې په وینا، دا په تېرو ۱۲ کلونو کي د یوې میاشتې تر ټولو لوړه شمېره ده.
اسحاق ډار هند هم د پاکستان په ناامنۍ کي په لاس لرلو تورن کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د پاکستان د امنیتي ادارو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي. هند تر دې وړاندې ورته تورونه رد کړي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه ویلي وو چې د پاکستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئلې دي او افغانستان یې مسئول نه دی.
مجاهد ویلي چې پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانستان وانه چوي او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخلي. هغه د خېبر پښتونخوا وروستیو سیاسي بدلونونو ته په اشاره ویلي چې د دې صوبې کورنۍ چارې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.
د طالبانو ویاند د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو د ناکامۍ مسئول بللې دي. د هغه په وینا، په پاکستان کي ځینې سیاسي ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو حل غواړي، خو د پوځ ځینې کړۍ د خبرو مخه نیسي.
د پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه کوي.
طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي. د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وسله والو ډلو د فعالیتونو او سرحدي امنیت پر سر اختلافونه په وروستیو اونیو کي زیات شوي دي.


شال نیوز