میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرانشاه بازار کي د ضرب عضب پوځي عملیاتو پر مهال زیانمن شوو دوکاندارانو له حکومت څخه د خپلو تاوانونو د پیسو د سمدستي ورکولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو په پېښور او اسلاماباد کي به احتجاجونه وکړي.
د انجمن تاجران حقیقي مشرانو د ملک امشادالله خان په مشرۍ د میرانشاه په پریس کلب کي یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د میرانشاه بازار زرګونو دوکاندارانو ته مالي زیانونه رسېدلي وو، خو له څو کلونو تېرېدو باوجود لا هم ګڼ شمېر متاثر سوداګر د خپلو تاوانونو پیسو ته انتظار کوي.
د سوداګرو په وینا، حکومت له اوو زرو څخه زیاتو دوکاندارانو ته د تاوانونو ورکولو منظوري ورکړې وه، خو تر اوسه ټولو مستحقو کسانو ته پیسې نه دي رسېدلې. د انجمن مشرانو تور پورې کړ چې د تاوانونو لپاره له منظور شوو اوو اربه روپیو څخه شاوخوا څلور اربه روپۍ د میرانشاه له نېشنل بینک څخه بېرته پېښور ته منتقل شوې دي.
هغوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دغو پیسو د منتقل کېدو په اړه شفافې پلټنې وکړي، منتقل شوې پیسې دې بېرته راوړي او په بینک کي پاتې رقم دې هم مستحقو دوکاندارانو ته ووېشي.
د سوداګرو مشرانو وویل چې عدالت د میرانشاه بازار د متاثر شوو دوکاندارانو په حق کي پرېکړه کړې او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی چې د دوو میاشتو دننه دې د سوداګرو د ضایع شوو سامانونو او نورو زیانونو د تاوان چیکونه جاري کړي.
دوی وویل چې د عدالتي پرېکړې باوجود د پیسو په ورکړه کي ځنډ د متاثر شوو سوداګرو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. په خبري غونډه کي ملک دین پایو خان، د سوداګرو صدر شریعت خان، محمد رحمان، سرفراز خان، عزیزالرحمان، ملا نور خان او داؤدالرحمان هم ګډون کړی وو.
سوداګرو له وزیراعظم شهباز شریف، صدر اصف علي زرداري، د خېبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي، د پېښور کور کمانډر، د بنو ډویژن کمشنر، د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر او نورو اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزې ته دې سمدستي پام وکړي.
د انجمن مشرانو وویل چې د تاوانونو د پیسو نه ترلاسه کېدو له امله ګڼ دوکانداران د خپلو کاروبارونو په بېرته پیلولو کي له ستونزو سره مخ دي او د هغوی کورنۍ له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. هغوی ټینګار وکړ چې د تاوانونو پیسې د حکومت له خوا کومه خیرات یا رعایت نه، بلکې د متاثر شوو سوداګرو منظور شوی حق دی.
د انجمن تاجران حقیقي مشرانو خبرداری ورکړ چې که حکومت د عدالت پر پرېکړه عمل ونه کړي او د تاوانونو پاتې چیکونه جاري نه کړي، نو دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په پېښور او اسلاماباد کي احتجاجونه وکړي.
د څلور اربه روپیو د بېرته منتقل کېدو په اړه د سوداګرو د تور خپلواک تایید نه دی شوی او د حکومت یا اړوندو بینکي چارواکو دریځ هم تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.


صفدر داوړ