کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې له افغانستان سره د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو لپاره مالي او تخنیکي مرستې وکړي او دا مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

 

نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه په کابل کي د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کولو کي ډېره کمه ونډه لري، خو د دغو بدلونونو له سختو پایلو سره مخ دی.

 

ملا برادر وویل، په تېر کال کي زلزلو، سېلابونو او وچکالیو د افغانستان خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او ګڼې عامه ودانۍ او بنسټیزې اسانتیاوې یې ویجاړې کړې دي.

 

هغه وویل، دا د اقلیمي عدالت له اصولو سره سمون نه لري چې یو هېواد د ستونزې په رامنځته کولو کي ونډه ونه لري، خو د نورو هېوادونو د صنعتي فعالیتونو او د زیان رسوونکو ګازونو د خپرېدو بیه پرې کړي.

 

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال له ملګرو ملتونو او نړیوالو اقلیمي ادارو وغوښتل چې افغانستان ته د هوا پېژندنې عصري وسایل، د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیستمونه او د ژغورنې پرمختللي تجهیزات برابر کړي.

 

نوموړي وویل، افغانستان باید د اقلیمي بدلونونو د زیانونو د کمولو لپاره نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري. ملا برادر دا هم وویل چې حکومت یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ودانیو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو او د ځنګلونو د ساتنې په برخو کي کار کړی دی.

 

هغه د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو کورنیو سره د مرستو په برابرولو کي د نړیوالو ادارو، افغان سوداګرو او مرستندویه بنسټونو د همکاریو ستاینه وکړه.

 

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د نړۍ د شنو خونو د ګازونو په خپرولو کي ډېره کمه ونډه لري، خو د وچکالیو، سېلابونو او نورو اقلیمي بدلونونو له امله له جدي خطرونو سره مخ دی.