کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د اوو زونونو والیانو په کابل کي ګډه غونډه کړې او د امنیتي وضعیت، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي، د سرحدي چارو د تنظیم او د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه یې خبرې کړې دي.
د کابل د والي دفتر د اکتوبر پر ۱۲مه په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي چې دغه غونډه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د ۹۵۹ شمېرې حکم له مخې جوړه شوې وه.
په غونډه کي د کندهار والي محمد شیرین اخند، د بلخ والي محمد یوسف وفا، د هرات والي نوراحمد اسلام جار، د ننګرهار والي محمد نعیم اخند ګل محمد، د کندز والي نصرالله مطیع، د پکتیا والي مهرالله حماد او د کابل والي امین الله عبید ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، دغو والیانو د خپلو ولایتونو ترڅنګ د اړوندو زونونو د چارو د همغږۍ مسوولیت هم پر غاړه لري. په غونډه کي د اوو زونونو د پخوانیو غونډو راپورونه وړاندې شوي او د امنیتي ستونزو، د نشه يي توکو د قاچاق، د سرحدي چارو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.
چارواکو د کانونو د استخراج، خلکو ته د کار موندلو، د کډوالو او له بهرنیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو، د کرنیزو ځمکو د اجارې او پر لویو لارو د ترافیکي اصولو د عملي کولو موضوعات هم څېړلي دي.
د غونډې په نورو موضوعاتو کي د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د معلومولو لپاره د لابراتوارونو جوړول، د زونونو په کچه د روغتونونو پیاوړي کول او د تعلیم او روغتیايي خدمتونو ښه کول شامل وو.
د کابل والي امین الله عبید د زونونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ادارو ترمنځ همغږي د چارو په ښه ترسره کولو کي مهمه ده.
د طالبانو د کابل د والي دفتر وايي، د غونډې په پای کي پرېکړه وشوه چې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب لپاره به د زونونو مسوولان خپلې اړیکې او همکاري زیاتوي.
خو په خبرپاڼه کي دا نه دي ویل شوي چې د امنیت، سرحدي چارو او اقتصادي ستونزو په اړه کومې مشخصې نوې پرېکړې شوې او د عملي کولو لپاره یې څومره وخت ټاکل شوی دی.
د طالبانو والیان، د پولیسو قوماندانان او د استخباراتو مسوولان په خپلو اړوندو زونونو کي وخت په وخت ګډې غونډې کوي چې پکي د امنیتي او انتظامي چارو په اړه خبرې کېږي.


شال نیوز