ملتان (شال نیوز) : د پنجاب صوبې په ملتان ښار کي له کراچۍ څخه پېښور ته روان د رحمان بابا ایکسپریس رېل ګاډی له پټلۍ اوښتی چې له امله یې لږ تر لږه پنځه مسافر مړه او ۳۰ نور ژوبل شوي دي. پېښه د اکتوبر پر ۱۳مه سهار شاوخوا پنځه بجې او پنځلس دقیقې د ملتان د شېرشاه پله سره نږدې شوې ده.
د پولیسو او ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې، د رېل ګاډي ټول ډبې له پټلۍ اوښتې دي. ځینو رسنیو د ډبو شمېر ۱۴ او نورو ۱۵ ښودلی دی. ژغورونکو ژوبل مسافر د ملتان نشتر روغتون ته رسولي، چې د راپورونو له مخې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د ژغورنې ادارو ویلي چې د رېل ګاډي ۱۳ ډبې یې پلټلې دي او په پاتې ډبو کي د ژغورنې کارونه روان دي. د پېښې یو مسافر رسنیو ته ویلي چې له پېښې وړاندې د روهړي سره نږدې د رېل ګاډي د نهمې ډبې ځینې پرزې ترمیم شوې وې، خو چارواکو لا نه ده تایید کړې چې دغه ترمیم له پېښې سره تړاو لري.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پېښې په اړه د پلټنو او ژوبلو کسانو ته د غوره طبي اسانتیاوو برابرولو امر کړی دی. ولسمشر اصف علي زرداري هم د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د رېل ګاډي له پټلۍ د اوښتو اصلي علت لا نه دی معلوم شوی.


شال نیوز