کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کي د تېزو بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د وزارت د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په بدخشان، نورستان، بغلان، کونړ، پروان، کاپیسا، سمنګان، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا او خوست کي د بارانونو امکان شته. ادارې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کي د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کي د تېزو بادونو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې د بادونو سرعت په یو ساعت کي له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې رسېدلی شي. د سختو بارانونو له امله په غرنیو سیمو او د سیندونو او خوړونو په شاوخوا کي د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خطر شته.
له خلکو غوښتل شوي چې د بارانونو پر مهال د سیندونو او خوړونو له غاړو لرې پاتې شي او په سېلاب ځپونکو سیمو کي د تګ راتګ پر مهال احتیاط وکړي.
د اکتوبر ۱۳مې لپاره د هوا پېژندنې ادارې په خبرداري کي د احتمالي بارانونو او سېلابونو یادونه شوې، خو دا په دې مانا نه ده چې په ټولو یادو ولایتونو کي به خامخا سېلابونه راځي.


شال نیوز