اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف په څلور ورځني رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا لومړی ځل دی چې د روسیې د کورنیو چارو یو وزیر پاکستان ته رسمي سفر کوي.

 

د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کي د روسي وزیر هرکلی کړی دی. د وزارت په وینا، کولوکولتسیف به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ د پراخولو په اړه به خبرې وکړي.