جیبوتي (شال نیوز) : د افریقايي هېواد جیبوتي په ساحلي اوبو کي د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي او ۸۴ نور ورک دي.

 

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د اکتوبر پر ۱۱مه ویلي چې دا پېښه د اکتوبر د اتمې او نهمې نېټې ترمنځ شپه د جیبوتي د اوبوک بندري ښار شمال ته، د ګوهېرې سیمې ته نږدې شوې ده.

 

په کښتۍ کي ۳۰۵ کسان سپاره وو چې غوښتل یې له جیبوتي څخه یمن ته واوړي او له هغه ځایه د کار موندلو لپاره د خلیج هېوادونو ته ولاړ شي. د سازمان د معلوماتو له مخې، ۸۲ کسان ژوندي پاتې شوي چې ټول د ایتوپیا وګړي دي. ژغورونکې ډلې لا هم د ورکو کسانو لټون کوي.

 

په جیبوتي کي د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر الکساندر کویساک ویلي چې د ژوندي پاتې شوو کسانو په وینا، کښتۍ له سپرېدو لږ وروسته له شا خوا ډوبېدل پیل کړل. نوموړي ویلي چې په کښتۍ کي د سپرلیو زیات شمېر د پېښې لوی لامل و.

 

د سازمان په وینا، په دې سمندري لاره هر کال زرګونه کسان د افریقا له ختیځو هېوادونو څخه د یمن او خلیج هېوادونو پر لور سفر کوي. په ۲۰۲۵ کال کي پر همدې لاره تر ۹۰۰ زیات کسان مړه یا ورک شوي وو.

 

د مړو شوو کسانو د ټولو تابعیتونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي او په هغوی کي د افغان کډوالو شتون هم نه دی تایید شوی.