کابل (شال نیوز) : افغانستان او قزاقستان د شاوخوا ۵۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي، چې د غوړو، غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو برخې رانغاړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د قزاقستان په کوستانای ولایت کې د یوه سوداګریز کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوي دي.
د سرچینې په وینا، د افغان پلاوي مشري د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د خوراکي توکو د کمېټې رئیس وحیدالله عزیزي کوله.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې داسې مهال روانې دي، چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې کابل ته د قزاقستان د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ د درې میلیارده امریکايي ډالرو ته د لوړولو هوکړه شوې وه.
د تازه تړونونو لاسلیک د همدې هدف د ترلاسه کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او خوراکي توکو د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.


شال نیوز