پېښور (شال نیوز) : پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې پيوټا د خیبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کنډي د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې نوموړي په یوه خبري غونډه کې د لوړو زده کړو او په ځانګړي ډول د پېښور پوهنتون د استادانو د ستونزو د حل په اړه کړې دي۔ .

 

د استادانو ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پوهنتون استادان له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې له مالي ستونزو، د تنخواګانو او پنشنو په مد کې لم ليټ او مسلکي پرمختګ پر وړاندې له خنډونو سره مخ دي۔ 

 

په اعلامیه کې راغلي، چې د استادانو ددغه ستونزو د حل پر ځای، ډېری وخت د پوهنتون استادان او اداره له بې‌ځایه فشارونو او منفي تبلیغاتو سره مخ شوي دي۔ 

 

د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې د خیبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي څخه د پوهنتون د استادانو په ملاتړ د رغنده او هڅوونکو څرګندونو له امله مننه کړې ده۔ .

 

پيوټا هیله څرګنده کړې چې د ګورنر دغه ملاتړ به په عملي اقداماتو بدل شي، څو د استادانو حقونه خوندي، تنخواګانې او پنشني پر وخت ورکړل شي، د استادانو مسلکي پرمختګ بهیر اسانه شي او په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو وقار او اداري خپلواکي بېرته ټینګه شي۔ 

 

د يادوني وړ ده پيښور پوهنتون له تيري څه مودي راهسي له مالي ستونزو سره مخ ده او استاذانو وخت په وخت دي لړ کې احتجاجونه هم کړي دي۔