پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې په صوبه کي به د تېرو ۱۳ کلونو خرابې چارې په درې میاشتو کي سمې کړي او له دې وروسته به د صوبې په اړه پالیسۍ له جلال اباد نه، بلکې له اسلام اباده جوړېږي.

 

ګورنر کنډي په خپلو څرګندونو کي ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي به هیچا ته د ګډوډۍ جوړولو اجازه ورنه کړل شي. هغه خبرداری ورکړی چې که چا قانون په لاس کي واخیست، نو ورسره به هیڅ ډول رعایت ونه شي.

 

کنډي دا څرګندونې په داسې حال کي کړې چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او بېړني حالت د اعلان پر ضد د تحریک انصاف احتجاجونه روان دي. د ګورنر د دغو څرګندونو په اړه د تحریک انصاف تازه غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.