کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي، خو په دې کار د پاکستان ستونزې نه شي حل کېدای.

 

مجاهد ویلي چې په پاکستان کي روانې سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او منفي اغېزې یې پر ټوله سیمه پرېوځي.

 

د هغه په وینا، پاکستاني چارواکي د خپلو ستونزو د حل پر ځای پر افغانستان بې‌بنسټه تورونه لګوي، د خبرو اترو بهیر خرابوي او لوړپوړي چارواکي یې د حل لارو د موندلو پر ځای د افغانستان پر ضد تبلیغات کوي.

 

مجاهد دا د پاکستان ناکامه تګلاره بللې ده. د طالبانو ویاند له پاکستانه غوښتي چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او د خپل هېواد د سیاستوالو او ولس نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو او سرحدي نښتو پر سر اختلافات روان دي او دواړه خواوې یو پر بل تورونه لګوي.