پېښور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ بورډ د پرېزیډنټ ټرافي د شپږم پړاو دوه سیالۍ، چې په پېښور او ایبټ اباد کي ټاکل شوې وې، شیخوپورې او لاهور ته منتقل کړې دي.

 

د کرکټ بورډ د نوي پروګرام له مخې، د غني ګلاس او کینګزمین اکېډمۍ ترمنځ سیالي به د اکتوبر پر ۱۴مه د شیخوپورې په رانا نوید اکېډمۍ کي پیلېږي.

 

دغه راز د سوئي ناردرن ګیس او او جي ډي سي اېل ترمنځ سیالي به د لاهور په اېل سي سي اې میدان کي ترسره کېږي. د پرېزیډنټ ټرافي وروستی پړاو هم یوه ورځ ځنډول شوی او د اکتوبر پر ۱۹مه به پیلېږي.

 

دا بدلونونه په داسې وخت کي شوي چې په خېبر پښتونخوا کي د ایمرجنسي له اعلان وروسته امنیتي انتظامات سخت شوي دي.