پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ پېښور کي په یوه غونډه کي پرېکړه شوې چې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او څلورو نورو ضلعو ته به د امن، پرمختیايي کارونو او د خلکو د بنیادي ضرورتونو د پوره کولو لپاره فنډونه زر ورکول کېږي.
د اکتوبر پر ۱۲مه د علاقايي پرمختیايي سیکرټرېټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي چې په غونډه کي د پېښور کور کمانډر، اېډیشنل چیف سېکرټري، د سیکرټرېټ غړو او نورو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د قبایلي ضلعو ترڅنګ د بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان د امنيتي حالاتو، پرمختیايي ضرورتونو او د خلکو د ستونزو جاج اخیستل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، وفاقي حکومت به د صوبايي حکومت په مرسته په دغو سیمو کي د امن د ټینګښت، د خلکو د ژوند د ښه کولو او د بنیادي سهولتونو د برابرولو لپاره اقدامات کوي.
په غونډه کي دا هم ویل شوي چې د وسله والو فعالیتونو د مخنیوي او د تلپاتې امن لپاره د ځايي خلکو ګډون مهم دی. چارواکو په دغو ۱۲ ضلعو کي د روانو پرمختیايي پروژو د کارونو جاج اخیستی او د هغو پر وخت بشپړولو، د فنډونو پر زر ورکولو او د پیسو پر شفاف استعمال یې ټینګار کړی دی.
د اعلامیې له مخې، د پرمختیايي پروژو په ټاکلو کي به د ځايي مشرانو او د کونسل د استازو وړاندیزونه هم په پام کي نیول کېږي.
په غونډه کي د بې روزګارۍ د کمولو، ځوانانو ته د کار د موقعو برابرولو، د فني تعلیم او روزنې، د سکولونو د ښه کولو او په روغتونونو او بنیادي روغتیايي مرکزونو کي د سهولتونو د زیاتولو په اړه هم خبرې شوې دي.
وفاقي حکومت ویلي چې د دغو سیمو د خلکو د محرومیو د کمولو او پرمختیايي کارونو د چټکولو لپاره به هڅې کوي. خو په اعلامیه کي دا نه دي ویل شوي چې دغو ۱۲ ضلعو ته به ټول څومره فنډونه ورکول کېږي، پیسې به په کومه نېټه جاري کېږي او کومو پروژو ته به لومړیتوب ورکول کېږي.


سلمان یوسفزی