پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا پبلک سروس کمېشن د صوبايي انتظامي خدماتو (پي اېم اېس) د ۱۷م ګرېډ افسرانو د څوکیو لپاره ټاکل شوي تحریري امتحانونه ځنډولي دي.

 

د کمېشن د اکتوبر پر ۱۲مه د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه امتحانونه د اکتوبر له ۱۴مې تر ۳۱مې پورې ټاکل شوي وو، خو اوس به په دغو نېټو نه ترسره کېږي.

 

کمېشن ویلي چې د امتحانونو نوې نېټې به وروسته اعلان کړي. په اعلامیه کي د امتحانونو د ځنډولو لامل نه دی ښودل شوی.

 

کمېشن له اړوندو امیدوارانو غوښتنه کړې چې د امتحانونو د نویو نېټو او نورو معلوماتو لپاره دې د خېبر پښتونخوا پبلک سروس کمېشن رسمي وېبپاڼه ګوري.