کابل (شال نیوز) : د افغانستان، ازبکستان او هند د خصوصي شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د تجارت او پانګونې تړونونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه په کابل کي د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون پر مهال د درې واړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په غونډو کي شوي دي.
د تجارت خونې ویلي، د دغو غونډو هدف د سیمې د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراخول، د تجارتي همکاریو زیاتول او په بېلابېلو برخو کي د ګډې پانګونې لپاره د فرصتونو برابرول وو.
په غونډو کي د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي، د ازبکستان د تجارت او صنعت خونې مرستیال شیرزاد ابراهیموف او د هند، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان استازو ګډون کړی وو.
د افغانستان د تجارت خونې د پانګونې د چارو مرستیال آریان زلګي عظیمي ویلي، افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت، طبیعي زېرمو، کرنې او صنعت له امله د بهرنیو پانګوالو لپاره د کار پراخ فرصتونه لري. نوموړي له بهرنیو سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کي پانګونه وکړي.
د ازبکستان د تجارت او صنعت خونې مرستیال شیرزاد ابراهیموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې د پخوانیو تړونونو عملي کول او د تجارت پر وړاندې د خنډونو لرې کول ضروري دي.
د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون د اکتوبر پر اوومه په کابل کي پرانیستل شوی او د اکتوبر تر ۱۳مې به دوام ولري.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کي ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو شاوخوا ۷۰۰ غرفې جوړې کړې دي. په نندارتون کي کرنیز او خوراکي توکي، معدني مواد، ساختماني سامان، ټوکران، درمل او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. په نندارتون کي د څه باندې ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري.
تر دې وړاندې د افغانستان او ایران د خصوصي شرکتونو ترمنځ هم د شاوخوا ۲۹ اعشاریه ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه اعلان شوي وو.
همدارنګه د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او هند د سوداګرو ترمنځ په جلا غونډو کي د ۲۱ میلیارده او ۵۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو تړونونو د لاسلیک کېدو خبر ورکړل شوی وو.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دغو تړونونو له مخې به څومره پانګونه عملاً ترسره کېږي او پروژې به یې کله پیلېږي.


شال نیوز