کوټه (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي آر) د معلوماتو له مخې، په کوټه کي د پوځ د هوايي څانګې یوه مشاق تربیتي الوتکه غورځېدلې چې پکښي سپاره دواړه پیلوټان وژل شوي دي.

 

د پوځ په وینا، په پېښه کي تربیت ورکوونکی پیلوټ مېجر حسنین شهزاد همایون او تر تربیت لاندې پیلوټ کېپټن عبدالصمد ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د ای اېس پي آر په بیان کي ویل شوي چې الوتکه د اکتوبر پر ۱۲مه د غرمې مهال د کوټې د نوان کلي سیمې ته نږدې د تخنیکي خرابۍ له امله غورځېدلې ده.

 

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د دواړو پیلوټانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغوی له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده. تر اوسه د الوتکې د تخنیکي خرابۍ نور تفصیلات نه دي خپاره شوي.