اسلام‌ اباد (شال نیوز) : د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د قامي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اچکزي په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج د لګولو غندنه کړې او له ټولو جمهوري او د اساسي قانون له ملاتړو ځواکونو یې غوښتي چې د دې اقدام پرضد ودرېږي.

 

ښاغلي اچکزي د اکتوبر پر ۱۲مه د پارلمان ودانۍ بهر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ګورنر راج او هر ډول غیر جمهوري اقداماتو پرضد به د دوي مبارزه روانه وي. په دې خبري غونډه کې د مجلس وحدت المسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ایي) مشر بیرسټر ګوهر علي خان هم موجود وو.

 

محمود خان اچکزي پر وفاقي حکومت نیوکه وکړه او هغه یې د ترهګرۍ په تړاو د ناکامۍ په تورونو کې د حکومت د حساب ورکولو موضوع ته په اشارې، تر ټولو لوي ترهګر وباله. نوموړي دعوه وکړه چې اوسنی وفاقي حکومت د اسټېبلشمنټ په ملاتړ د خلکو د رایو په درغلیو واک ته رسېدلی دی.

 

هغه وویل، که د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د ناکامۍ پر بنسټ حکومت ختمېږي، نو په بلوچستان کې هم حکومت په دې برخه کې ناکام دی.

 

د پي ټي ایي له مشر عمران خان سره د ملاقات په اړه د خبرو پر مهال اچکزي وویل چې د پي ټي ایي مشرانو یوازې له عمران خان سره د لیدو غوښتنه کوله. د هغه په وینا، دوي دا ضمانت هم ورکړی و چې له عمران خان سره د خبرو جزئیات به له رسنیو سره نه شریکوي.

 

نوموړي زیاته کړه چې یوه بندي ته د خپلو خپلوانو او د ګوند له غړو سره د ملاقات اجازه نه ورکول هم جرم دی. محمود خان اچکزي له خلکو وغوښتل چې د اکتوبر پر ۱۳مه په خپلو خپلو ضلعو کې سوله‌ ییز احتجاجونه وکړي.

 

هغه ټینګار وکړ چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر راج او نورو غیر جمهوري اقداماتو پرضد به د دوي سیاسي مبارزه دوام ولري.