نوښار (شال نیوز) : د نوښار ضلعې د نظام پور په شګۍ سیمه کي د سرو زرو د غیرقانوني کان کیندنې پر مهال د غر د یوې برخې د راپرېوتو له امله یو مزدور مړ شوی او درې نور ژوندي راایستل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې وروسته ځايي خلکو په خپله مرسته تر خاورو او ډبرو لاندې شوي مزدوران راایستلي دي. د روغتون سرچینې وايي، په پېښه کي د مړه شوي مزدور نوم پروېز خان دی، چې د شګۍ سیمې د ولي داد خېلو اوسېدونکی و.

 

د پېښې درې نور مزدوران ژوندي ژغورل شوي وو. هغوی ته په روغتون کي لومړنۍ طبي مرسته ورکړل شوې او وروسته رخصت کړل شوي دي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې د غیرقانوني کان کیندنې په اړه انتظامیې څه ګامونه پورته کړي دي.