نوښار (شال نیوز) : د نوښار ضلعې د نظام پور او خیرآباد پر سړک د موټرسایکل پر یو ټایر د چلولو د کرتب پر مهال ۱۶ کلن حسین ګل مړ شوی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، حسین ګل د موټرسایکل پر یو ټایر د چلولو کرتب کاوه چې موټرسایکل ترې بې واکه شو او دی پر سر سخت ولګېد.

 

ځوان د پېښې پر ځای ساه ورکړې او موټرسایکل یې هم سخت زیانمن شوی دی. د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو د هغه مړی د نوښار قاضي حسین احمد میډیکل کمپلېکس ته رسولی و، چې هلته یې ډاکټرانو مړینه تایید کړه.

 

د روغتون انتظامیې مړی خپلوانو ته سپارلی دی.