کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خېبر پښتونخوا کي د منتخب حکومت د ختمېدو او د ګورنر راج د نافذېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

صالح د اکتوبر پر ۱۲مه، د دوشنبې په ورځ، پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کي پوښتنه کړې چې ایا په خېبر پښتونخوا کي د مرکزي حکومت مستقیم واک به پاکستان د ثبات پر لور بوځي او که به دغه هېواد له نورو اختلافاتو سره مخ کړي؟

 

هغه ویلي: «افغانان دغه حالات یوازې د تجسس له مخې نه څاري، بلکې په پاکستان کي د روانو بدلونونو په اړه اندېښنه هم لري.»

 

صالح زیاته کړې چې ډېر کم پښتانه سیاستوال یې لیدلي چې په خېبر پښتونخوا کي د مرکزي حکومت د مستقیم واک ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، د پاکستان په وفاقي نظام کي قومي اختلافات مخ په زیاتېدو دي او په دغه هېواد کي روان سیاسي حالات د افغانانو لپاره هم اهمیت لري.

 

امرالله صالح دا څرګندونې په داسې وخت کي کړې چې د اکتوبر پر ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کي د بېړني حالت او ګورنر راج له اعلان وروسته د پاکستان تحریک انصاف پلویانو په ځینو سیمو کي احتجاجونه کړي دي. د راپورونو له مخې، پولیسو یو شمېر احتجاج کوونکي نیولي او په ځینو سیمو کي د خلکو پر تګ راتګ

 

محدودیتونه لګول شوي دي. د موبایل ټیلیفون او انټرنېټ د خدمتونو د بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف مشران د منتخب ایالتي حکومت ختمول د ولسي رایو خلاف اقدام بولي، خو مرکزي حکومت دغه پرېکړه په خېبر پښتونخوا کي له امنیتي حالاتو سره تړلې ده.