خبره دومره ساده وه چې عمران خان سره ملاقات ته اجازه ورکړئ، د هغه علاج وکړئ او د پوځي عملیاتو په اړه د صوبايي اسمبلۍ متفقه قرارداد هم په پام کي ونیسئ. مولانا فضل الرحمان چې منځګړتوب وکړ، نو د راپورونو له مخې دواړه خواوې دې ته تیارې شوې چې له عمران خان سره به ملاقات کېږي او لانګ مارچ به هم ختمېږي. خو بیا ولې خبره جوړه نه شوه؟ اوس مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب د ناکامۍ ذمه واري د حکومت پر کمزورو اوږو اچولې ده.

 

که اصلي مقصد په خیبر پښتونخوا کي د زیاتېدونکو وسله والو بریدونو مخنیوی و، او که تحریک انصاف او د سهیل افریدي حکومت د ځینو پاروونکو عناصرو تر فشار لاندې نه د وسله والو ډلو پر ضد درېدل او نه یې خبرې مخته پرېښودې، نو په داسې حال کي خو لا ډېره ضروري وه چې حکومت ځینې رعایتونه ورکړي وای او د ولس په پراخ ملاتړ ولاړ دغه لوی سیاسي قوت یې د وسله والو ډلو پر ضد د ګډې سیاسي او پوځي مبارزې برخه ګرځولی وای.

 

خو د ګورنر واکمنۍ په نافذولو سره تحریک انصاف د طالبانو لوري ته ټېل وهل شوی دی. اوس به په خیبر پښتونخوا کي بېړنی حالت په یوه وخت د دوو مقصدونو لپاره کارول کېږي: یو د تحریک انصاف پر ضد د امن او قانون د ټینګولو لپاره او بل د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو لپاره.

 

مخکي یو محاذ و، اوس دوه محاذونه دي. راوتلي وو چې وسله والې ډلې به ختموي، خو اوس یې له قهرېدلي تحریک انصاف سره هم جګړه پر غاړه واخیسته؛ داسې تحریک انصاف چې په هره کوڅه او هر کلي کي یې زرګونه سهیل افریدي د کاڼو ویشتلو ته تیار ناست دي. اوس دې څوک ترې پوښتنه وکړي چې د ولس له ملاتړ پرته، یا د ولس د یوې لویې برخې په ناراضه کولو سره، تاسو طالبان پیاوړي کړي دي، نه دا چې د هغوی پر ضد مو مبارزه پیاوړې کړې وي.

 

د ګورنر واکمني که هر څومره د اساسي قانون له مخې وي، بیا هم د آمرانه واکمنۍ دوام دی او پر ولسواکۍ او د خلکو پر حقونو یو بل ګوزار دی. اوس دوه صوبې په بېړني حالت کي دي او ټولې سرحدي سیمې له خطرونو سره مخ دي. له پاسه اوس د سعودي بادشاهۍ د ژغورلو لپاره په یمن کي له حوثیانو سره هم جګړه کول دي، په داسې حال کي چې د هېواد د اقتصاد څرخ همداسې ولاړ دی.

 

اوس یو بې وسه ملکي وګړی څه وکړي، کله چې ځانونه د خدایۍ خاوندان ګڼونکي له خپل واک او اختیاره بهر شي؟ د دوی دا غرور او شوق خو له ډېر پخوا راهیسې روان دی. اوس د دې هر څه نېغه ذمه واري د دوی پر غاړه ده. په راتلونکو دوو یا څلورو میاشتو کي به معلومه شي چې ریاست په څومره اوبو کي ولاړ دی.

 

اوس له خیر دعا پرته نور څه کېدای شي؟

 

یادونه: دا د امتیاز عالم د اردو سیاسي تبصرې پښتو ژباړه ده. په لیکنه کي څرګند شوي نظرونه، سیاسي ارزونې او وړاندوینې د لیکوال خپلې دي.