باجوړ (شال نیوز) : په باجوړ ضلعه کي پولیسو د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ د دوو غړو او د ګوند د ضلعي صدر پر کورونو چاپې وهلې دي، خو د پولیسو په وینا، تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
د باجوړ ډي پي او ویلي چې پولیسو د صوبايي اسمبلۍ د غړو ډاکټر حمید او انورزېب او د تحریک انصاف د باجوړ د صدر ګلداد خان پر کورونو چاپې وهلې دي. د پولیسو په وینا، د ضلعې پر داخلي او خارجي لارو اضافي پولیس ځای پر ځای شوي او د مشکوکو ګاډو تلاشۍ روانې دي.
بلخوا د باجوړ ډپټي کمشنر ویلي چې د اکتوبر پر ۱۲مه به په ټوله ضلعه کي ټول سرکاري او شخصي سکولونه او نورې تعلیمي ادارې بندې وي. نوموړي دا هم ویلي چې د اکتوبر پر ۱۲مه کېدونکې د مېټرک امتحانونه ځنډول شوي دي.
چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د تحریک انصاف د مشرانو پر کورونو چاپې د کومو مقدمو یا قانوني حکمونو له مخې وهل شوې دي. د امتحانونو نوې نېټې هم نه دي اعلان شوې. د تحریک انصاف د یادو مشرانو غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.


حسبان الله باجوړې