شانګله (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په شانګله ضلعه کي پولیسو د روان امنیتي صورتحال له امله په ټوله ضلعه کي امنیتي انتظامات سخت کړي او په بازارونو، مهمو ودانیو او حساسو ځایونو کي یې اضافي نفري ځای پر ځای کړې ده.

 

د شانګلې پولیسو په یوه بیان کي ویلي چې دا ګامونه د ضلعي پولیس افسر اکرام الله په لارښوونه اخیستل شوي دي.

 

د بیان له مخې، د پولیسو تازه دمې ډلې د احتجاجونو او ممکنه ګډوډیو د مخنیوي لپاره په ځانګړو جامو او اړینو وسایلو سمبالې شوې دي. دغه ډلې د ضلعي د پولیسو د لوړپوړو افسرانو تر څارنې لاندې په بېلابېلو سیمو کي ځای پر ځای شوې دي.

 

پولیس وايي، د شانګلې د ننوتلو او وتلو پر لارو د ګاډو تلاشي زیاته شوې او پر مشکوکو کسانو او ګاډو څارنه روانه ده. په بازارونو او نورو مهمو ځایونو کي د پولیسو پلي ګزمې او د ګاډو ګزمې هم زیاتې شوې دي.

 

د شانګلې پولیسو ویلي چې تر اوسه په ضلعه کي د خلکو ورځني کارونه په عادي ډول روان دي او پولیس د هر ډول بېړني صورتحال د مخنیوي لپاره تیار دي.

 

پولیسو له خلکو غوښتي چې د امن په ساتلو کي ورسره مرسته وکړي او د هر ډول مشکوک فعالیت په اړه نږدې پولیس تاڼې ته اطلاع ورکړي.

 

د پولیسو په بیان کي د امنیتي انتظاماتو د سختولو لپاره د کومې ځانګړې پېښې یا ګواښ تفصیل نه دی ورکړل شوی.