لاهور (شال نیوز) : د پاکستان مشهور ټلویزیوني خبریال او د پاکستان عوام راج تحریک مشر اقرار الحسن د اکتوبر پر ۱۲مه د شپې شاوخوا درې بجې د لاهور په ډي اېچ اې فېز اتمه سیمه کي له خپل کوره وړل شوی دی. د هغه مېرمن فرح اقرار وايي، لسګونه کسان د شپې کور ته ورغلي او خاوند یې له ځان سره بیولی دی.

 

فرح اقرار د خپل خاوند له وړل کېدو سمدستي وروسته په یوه شپږ دقیقې او لس ثانیې ویډیو کي د پېښې تفصیل بیان کړی دی. هغې ویلي چې د شپې د کور د دروازې په ډبولو له خوبه راویښه شوه او کله چې بهر راووتله، لسګونه کسان یې ولیدل چې کور ته ورغلي وو.

 

د فرح اقرار په وینا، د دغو کسانو په ډله کي دوې ښځې هم وې چې پر جامو یې د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو د ملي ادارې، اېن سي سي آی اې، نښې لګېدلې وې. هغې د پېښې په اړه د خپلې اندېښنې په څرګندولو ویلي چې نه پوهېږي دوی څه غلطي کړې او خاوند یې ولې له کوره وړل شوی دی.

 

د اقرار الحسن د کورنۍ د څرګندونو له مخې، کور ته ورغلي کسان په ساده جامو کي وو. کورنۍ د دغو کسانو د پېژندګلوۍ او د اقرار الحسن د وړلو د علت په اړه معلومات نه لري. پاکستاني ټلویزیوني خبریال وسیم بادامي هم په یوه ویډیويي پیغام کي د اقرار الحسن له کوره د وړل کېدو خبر ورکړی دی.

 

اقرار الحسن د پاکستان د خصوصي ټلویزیون له لارې د «سر عام» په نوم د پلټنیزو راپورونو د پروګرام له کبله مشهور شوی دی. هغه وروسته سیاسي فعالیت هم پیل کړ او د پاکستان عوام راج تحریک مشري کوي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې اقرار الحسن د کومې ادارې په ولکه کي دی، د هغه پر ضد کومه مقدمه درج شوې او که نه، او د نیولو لپاره یې کوم قانوني حکم موجود و.

 

د فرح اقرار په ویډیو کي د دوو ښځو پر جامو د اېن سي سي آی اې د نښو یادونه شوې، خو په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې دغه کسان د همدې ادارې غړي وو. د پولیسو او اړوندو حکومتي ادارو رسمي دریځ هم تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.

 

د اقرار الحسن کورنۍ د هغه د وړل کېدو د علت او د اوسني ځای په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.