اسلام اباد (شال نیوز) : د اسلاماباد پولیسو له لایبه اعجاز سره د ۹۳ لکو روپیو د فراډ په مقدمه کي نعمان نومی تن نیولی دی. پولیس وايي، له هغه څخه پوښتنې روانې دي. د پولیسو د عملیاتو ډي آی جي د نعمان د نیولو پخلی کړی دی.
د وفاقي تحقیقاتي ادارې، ایف آی اې، په وینا، پر نعمان او فاطمه سرور تور دی چې لایبه اعجاز ته یې په امریکا کي د سکالرشپ، پوهنتون کي د داخلې او ویزې د برابرولو په نوم جعلي کاغذونه ورکړي او له کورنۍ یې پیسې اخیستې دي.
د ایف آی اې د معلوماتو له مخې، له کورنۍ څخه ټولې ۹۳ لکه روپۍ اخیستل شوې وې، چې ۲۹ لکه یې د بینک له لارې او پاتې پیسې په نغدو ورکړل شوې وې.
لایبه اعجاز د اسلاماباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه فارغه شوې وه او په فزکس کي یې د سرو زرو مډال ګټلی و. هغې غوښتل چې په امریکا کي نورې زده کړې وکړي.
د کورنۍ په وینا، پلار یې د لور د تعلیم لپاره خپله ځمکه خرڅه کړې وه او د مور ګاڼې یې هم پلورلې وې.
د لایبه اعجاز مړی د اکتوبر پر نهمه موندل شوی و.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پېښې نوټس اخیستی او پولیسو ته یې د تحقیقاتو او د ذمه وارو کسانو پر ضد د قانوني کارروایۍ هدایت کړی دی.
پولیس وايي، د لایبه اعجاز د مړینې د علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي. دا هم کتل کېږي چې د پیسو د فراډ او د هغې د مړینې ترمنځ څه تعلق شته او که نه. د هغې د مړینې علت لا نه دی معلوم شوی.


شال نیوز