اسلام اباد (شال نیوز) : په پاکستان کي د ذهني ناروغیو ماهرو ډاکټرانو ویلي چې په ملک کي شاوخوا درې کروړه او ۲۴ لکه کسان د ذهني ناروغیو علاج او طبي مرستو ته اړتیا لري، خو د ډاکټرانو کمی او په روغتونونو کي د علاج د اسانتیاوو نشتوالی د دغو مریضانو لپاره لویې ستونزې دي.
د ذهني ناروغیو ماهر ډاکټر فرید طاهر ویلي چې حکومت باید د ذهني ناروغیو د علاج او د صحت د پالیسیو جوړولو پر وخت د مریضانو ستونزې، تجربې او ضرورتونه هم په نظر کي وساتي.
د عامې روغتیا ماهر ډاکټر نعمان صداقت ویلي چې د ذهني ناروغیو د علاج اسانتیاوې باید یوازې په لویو ښارونو کي نه وي، بلکې په ضلعو، تحصیلونو او کلیوالو سیمو کي هم خلکو ته برابرې شي.
د ذهني صحت ماهرې ډاکټرې فائزه تسلیم ویلي چې د ذهني ناروغیو د مریضانو شخصي معلومات باید پټ وساتل شي او د هغوی د عزت، علاج او نورو حقونو خیال وساتل شي.
د پاکستان د صحت وزارت یوه چارواکي ویلي چې حکومت له ۲۰۲۶ نه تر ۲۰۳۵ کال پورې د ذهني صحت لپاره لس کلنه قومي پالیسي پیل کړې ده، چې مقصد یې د علاج اسانتیاوې زیاتول او اړمنو کسانو ته طبي مرستې رسول دي.
ډاکټران وايي چې په پاکستان کي د ذهني ناروغیو د علاج لپاره د ماهرو ډاکټرانو او ارواپوهانو شمېر زیاتولو ته ضرورت دی. د هغوی په وینا، که په سرکاري روغتونونو او کلیوالو سیمو کي د علاج اسانتیاوې زیاتې شي، نو ډېر مریضان به په خپل وخت علاج ترلاسه کړي.


شال نیوز