کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د کراچۍ په جناح نړیوال هوایي ډګر کي متحده عربي اماراتو ته روانه یوه مور له دوو لوڼو سره د انساني قاچاق او د کم عمره جینۍ د جنسي استحصال په شک د پلټنو لپاره ودرولې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، یوې جینۍ د امیګرېشن چارواکو د پوښتنو پر مهال ویلي چې عمر یې د ۱۶ او ۱۷ کلونو ترمنځ دی، خو مور او پلار یې په پاسپورټ او شناختي اسنادو کي عمر زیات ښودلی دی. جینۍ ویلي چې مور او پلار یې په دوبۍ کي د هوټلونو او کلبونو په جنسي فعالیتونو کي ښکېله کړې وه.
چارواکو د مور د موبایل ټېلېفون د کتنې پر مهال له یوه مبینه ایجنټ سره د واټساپ خبرې موندلې دي. په دغو پیغامونو کي د ویزو، ټکټونو او سفري خرڅونو ترڅنګ د جینکو د میاشتني آمدن شپږ لکه روپیو ته د لوړولو او د نورو جینکو په اړه هم خبرې شوې دي.
د پلټنو پر مهال د څلور لکه روپیو د بانکي لېږد یوه رسید هم ترلاسه شوې چې ویل کېږي پیسې د جینکو د پلار حساب ته استول شوې دي. ایف آی اې د دغو پیسو، سفري اسنادو او د مبینه انساني قاچاق د شبکې په اړه نورې پلټنې کوي.
تر اوسه د جینۍ څرګندونې او د مالي معاملاتو تفصیل په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. دا هم نه ده روښانه چې د درېیو ښځو رسمي ګرفتاري شوې او که یوازې د پلټنو لپاره ودرول شوې دي.


شال نیوز