کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د پنجګور ضلعې ایډیشنل سېشن جج اسدالله رئیسانی له څلور ورځو تښتونې وروسته خوشې شوی او روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی دی.
د هغه د کورنۍ په وینا، اسدالله رئیسانی د اکتوبر پر اوومه له کوټې څخه پنجګور ته روان و چې نامعلومو وسله والو د بسیمې سره نږدې وتښتاوه. د ځایي سرچینو په وینا، تښتوونکو نوموړی د اکتوبر پر لسمه، د خالي په ورځ ماسپښین، د سوراب ضلعې د ګدر سیمې ته نږدې خوشې کړی دی.
د جج کورنۍ د هغه کور ته رسېدل تایید کړي، خو دا لا نه ده څرګنده چې هغه د چا په منځګړتوب خوشې شوی او که د خوشې کېدو لپاره کوم شرط ایښودل شوی و. تر اوسه د تښتونې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او نه هم چارواکو د تښتوونکو د شناخت په اړه معلومات ورکړي دي.
د اسدالله رئیسانی له تښتونې وروسته د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د هغه پر بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې وه او له حکومته یې د خوندي راخوشې کولو غوښتنه کړې وه. د بلوچستان حکومت هم ویلي وو چې امنیتي ادارې یې د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
د یادونې وړ ده چې د جج د سفر پر مهال ورسره د پولیسو یو اهلکار، اسسټنټ سب انسپکټر تاج محمد، هم موجود و. د هغه د بېرته راستنېدو په اړه په تازه راپورونو کي څرګند معلومات نه دي ورکړل شوي.


نعيم اچکزئي