پیرس (شال نیوز) : د فرانسې د مشهور انځورګر پییر اګوست رنوار دوه هغه قیمتي انځورونه موندل شوي چې تېره میاشت د فرانسې په جنوب کي له یوه موزیم څخه غلا شوي وو. پولیسو د دې غلا په تړاو شپږ کسان نیولي دي.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، غله د سپتمبر پر اتمه د موزیم د کټارې په پرې کولو او د کړکۍ په ماتولو ودانۍ ته ننوتي وو او څلور انځورونه یې غلا کړي وو، چې مجموعي ارزښت یې نږدې نهه میلیونه یورو ښودل شوی دی.

 

غلو د تېښتې پر مهال دوه انځورونه د موزیم په باغ کي پرېښي وو، خو دوه نور یې له ځان سره وړي وو چې اوس پولیسو موندلي دي.

 

موندل شوي انځورونه «مادام کولونا رومانو» او «د کوهي ترڅنګ ځوانه نجلۍ» نومېږي. دا دواړه د پیرس د اورسې موزیم ملکیت دي او د نندارې لپاره د رنوار موزیم ته ورکړل شوي وو. د کانی سور مېغ ښاروال براین ماسون د انځورونو پر موندل کېدو خوښي څرګنده کړې ده.

 

د مارسیل د څارنوالۍ دفتر تر اوسه دا نه دي ویلي چې انځورونه له کوم ځایه ترلاسه شوي او نیول شویو کسانو په غلا کي څه کردار درلود.

 

پییر اګوست رنوار د فرانسې له مشهورو انځورګرانو څخه و. هغه د نولسمې پېړۍ د امپرېشنیزم هنري تحریک له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړی په ۱۸۴۱ کال کي زېږېدلی او په ۱۹۱۹ کال کي مړ شوی دی.