چمن کې د ډزو په پېښه کې د جمعیت طلباء اسلام ضلعي مشر وژل شوی دی. له پېښې وروسته د جمعیت علمای اسلام مشرانو او کارکوونکو د سول روغتون مخې ته احتجاجي پرلت وهلی، چې وروسته د مرستیال کمېشنر دفتر مخې ته انتقال شوی دی. مظاهره کوونکي د پېښې د ککړو کسانو د ژر نیولو او بشپړې پلټنې غوښتنه کوي۔