د افغانستان د سرپرست حکومت لوړپوړو وزیرانو او چارواکو د جمعیت علماء اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره په جلا جلا اړیکو کې د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس پر وژنه د ژورې خواشینۍ او غمرازۍ څرګندونه کړې ده.
د جمعیت علماء اسلام د رسنیو دفتر له لوري خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې د افغانستان دفاع وزیر ملا محمد یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له مولانا فضل الرحمان سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.
افغان مشرانو په دې خبرو کې د مولانا محمد ادریس وژنه یوه لویه ضایع وبلله او ویې ویل چې د افغانستان ولس او قیادت په دې غم کې له خپلو پاکستاني وروڼو او د جمعیت علماء اسلام له پلویانو سره ځان شریک بولي. هغوي د مرحوم لپاره د مغفرت او د کورنۍ لپاره یې د صبر دعا وکړه.
دا اړیکې په داسې حال کې نیول کېږي چې روانه اونۍ په چارسده کې د مشهور دیني عالم مولانا ادریس له وژنې وروسته، په پاکستان کې مذهبي او سیاسي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
مولانا محمد ادریس د مې په ۵مه، د چارسدې په اتمانزو سیمه کې هغه مهال د وسلوالو په ډزو ووژل شو چې مدرسې ته پر لاره و. که څه هم د دې برید مسولیت د داعش ډلې خراسان څانګې پر غاړه اخیستی، خو لومړنۍ پلټنې ښيي چې د دې حملې پلان ښایي له پولې پورې غاړه جوړ شوی وي.
بل لور ته، په اسلام اباد کې د جمعیت علماء اسلام کارکوونکو د یو لوي احتجاجي لاریون پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د مولانا ادریس قاتلین دې سمدستي ونیول شي.
د ګوند مرکزي ویاند اسلم غوري، لاریونوالو ته په وینا کې وویل چې تر څو چې قاتلین نه وي نیول شوي، دوي به موجوده حکومت د دې قتل مسول بولي. هغه زیاته کړه چې جمعیت یو سوله ییز ګوند دی، خو د خپلو مشرانو وینه په وړیا توګه نه تويوي. په دغه احتجاج کې د راولپنډۍ او اسلام اباد د ضلعي مشرانو ترڅنګ د ګوند نورو لوړپوړو غړو هم برخه اخیستې وه او د قاتلانو د نیولو غوښتنه یې کوله.
ویناوالو په سختو ټکو کې پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې د چا ژوند، مال او عزت خوندي نه دی. هغوي خبرداری ورکړ چې که په پلټنو کې پرمختګ ونه شو، نو د احتجاج دا لړۍ به د هېواد نورو برخو ته هم وغځول شي.
دا پېښه په داسې حال کې د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړوي چې په سیمه کې د مذهبي عالمانو هدفي وژنې یو ځل بیا مخ په زیاتېدو دي، کوم چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر امنیتي همکاریو هم پوښتنې راپورته کوي.

شال نیوز