سويلي وزيرستان کې د اوبو د کچې د چټک کمېدو له امله یو شمېر کروندګرو د نورو فصلونو پر ځای د زیتونو کرکیله پیل کړې ده. د دوی په وینا د زیتونو له ونو ښه حاصل ترلاسه کېږي او په سیمه کې شاوخوا د یو لک څخه زیاتې د زیتونو ونې کرل شوې دي. کروندګر وايي د زیتونو د تېلو ایستلو موجوده ماشین زوړ دی او د زیات حاصل د پروسس توان نه لري. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د وانا د کرنې محکمې لپاره دې د زیتونو د تېلو ایستلو یو نوی او عصري ماشین منظور کړي څو په راتلونکې کې د زیتونو له حاصل څخه د تېلو تولید زیات شي، د ظفر وزير ويډيويي راپور