د شېخ الحديث مولانا محمد شيخ ادريس د وژنې په ضد نن په بره دیر ،واړۍ، کې د جمیعت علماء اسلام (ف) د ځایي مشرانو له خواه احتجاجي لاریون ترسره شو۔
په لاریون کې ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د مولانا ادریس قاتلان دی زر تر زره ونیول شی۔
مولانا محمد ادريس ،د مې په ۵مه، په چارسده کې په یو هدفي برید کې وژل شوی دی چې له وروسته یې جمیعت علماء اسلام د احتجاجونو لړۍ پېل کړي ده۔
نور تفصيل د بره دیر نه د جاوید ملنګ په دې راپورکې.

جاوید ملنګ