مسکو (شال نیوز) : ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کي د افغانستان او منځنۍ ایشیا د امنیتي حالاتو په اړه غونډه وشي، چې د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو استازي به پکي ګډون کوي.

 

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کي به د ګډ امنیتي تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د ګډې ټولنې او د شانګهای د همکاریو سازمان استازي برخه اخلي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې غونډه کي د ګډون لپاره یاد شوی دی.

 

تمه ده چې د غونډې ګډونوال د افغانستان امنیتي حالات او د منځنۍ ایشیا پر هېوادونو یې اغېزې وڅېړي. تر اوسه د غونډې بشپړ پروګرام، د ګډونوالو نومونه او دا چې د افغانستان د طالبانو د حکومت استازي به پکي ګډون کوي او که نه، نه دي روښانه شوي.

 

دغه راز دا هم نه ده څرګنده چې غونډه به یوازې د امنیتي حالاتو پر ارزونې راڅرخي او که د ګډو اقداماتو په اړه به هم پرېکړې پکي کېږي.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اوومه د غونډې نېټې او موضوع تایید کړې ده. د اکتوبر پر پنځمه په مسکو کي د افغانستان په اړه یوه بله غونډه هم شوې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پکي ګډون کړی و.