باکو (شال نیوز) : په آذربایجان کي د حجاب اغوستونکو ښوونکو او زده کوونکو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه تازه راپورونه خپاره شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، په پلازمېنه باکو کي درې ښوونکې کورونو ته لېږل شوې او یوې بلې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د آذربایجان د تولیش میډیا د اکتوبر لسمې د راپور له مخې، دا پېښه د باکو په بایل سیمه کي شوې ده. یوې اغېزمنې ښوونکې، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي چې د سکول انتظامیې ورته د اکتوبر له نهمې ویلي چې یا دې حجاب لرې کړي او یا دې سکول ته نه راځي.
د راپور له مخې، دغو ښوونکو پرېکړه کړې چې د خپل حق لپاره د آذربایجان د تعلیم وزارت ته شکایت وکړي. د ترکیې سوزجو ورځپاڼې هم د اکتوبر پر نهمه راپور ورکړی چې د باکو او سومقاییت په ځینو سکولونو کي حجاب لرونکو ښوونکو ته د حجاب د لرې کولو یا دندې پرېښودلو خبره شوې ده.
دا راپورونه وروسته له هغې خپاره شوي چې د آذربایجان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د سرکاري سکولونو د ښوونکو د لباس نوي اصول منظور کړل.
د دغو اصولو له مخې، ښوونکي باید ساده، پاک او له تدریسي کار سره مناسب لباس واغوندي. په حکومتي پرېکړه کي د حجاب د منع کولو ښکاره حکم نه دی ورکړل شوی، خو د راپورونو له مخې، د ځینو سکولونو انتظامیو دغه اصول د حجاب لرونکو ښوونکو پر وړاندې عملي کړي دي.
تر دې وړاندې، د سپتمبر پر دېرشمه الجزیرې داسې ویډیو خپره کړې وه چې پکښې حجاب لرونکې زده کوونکې د سکولونو له دروازو بېرته ګرځول کېږي. په ویډیو کي ځینې نجونې ژاړي او وايي چې د حجاب له امله سکول ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د آذربایجان د تعلیم ادارو د زده کوونکو د لباس په اړه هم اصول ټاکلي دي. د دغو اصولو له مخې، زده کوونکي باید د سکول ټاکل شوی لباس واغوندي. که څه هم په دغو اصولو کي د حجاب نوم په ښکاره نه دی اخیستل شوی، خو د ځینو سکولونو د انتظامیو د چلند په اړه شکایتونه شوي دي.
د قفقاز د سیمې خبري رسنیو د اکتوبر پر لسمه د دغو محدودیتونو پر ضد د احتجاجونو او په ځینو سکولونو کي د کاربندیز راپورونه هم خپاره کړي دي. خو د کاربندیز د ګډونوالو، اغېزمنو سکولونو او د درسونو د بندېدو د مودې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
آذربایجان د مسلمانانو د اکثریت هېواد دی، خو د دغه هېواد حکومتي او تعلیمي ادارې د سیکولر نظام له مخې فعالیت کوي. په آذربایجان کي د حجاب پر سر اختلافات له پخوا راهیسې موجود دي. په تېرو کلونو کي هم د سکولونو د لباس د اصولو او مذهبي ازادیو په اړه بحثونه شوي دي.
د حجاب د وروستیو محدودیتونو موضوع په ترکیه کي هم د ځینو رسنیو او مذهبي ډلو پام ځان ته اړولی دی. د آذربایجان د تعلیم وزارت تر اوسه د ښوونکو د کورونو ته لېږلو او د سکولونو د کاربندیز د وروستیو راپورونو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.


شال نیوز