کرمه (شال نیوز) : په منځنۍ کرمه کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو غړی حیدري وژل شوی دی. دغې ډلې د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر نهمه، د هغه د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر اوومه، د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد شوي وو. د عملیاتو پر مهال د وسله والو پټنځایونه په نښه شوي او د ځینو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، ځینو وسله والو د ونو ترمنځ د پټېدو هڅه کړې وه، خو د ډرون په برید کي په نښه شوي دي. دا لا نه ده معلومه چې په دغه برید کي له حیدري پرته نور کسان هم وژل شوي او که نه.
د عملیاتو پر مهال د وسلو د ترلاسه کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو د وسلو شمېر او ډول نه دی څرګند شوی. په منځنۍ کرمه کي دا کارروایي په داسې وخت کي شوې چې امنیتي ځواکونو په کرمه او د خېبر پښتونخوا په نورو نږدې ضلعو کي د «۱۱ ګرج» په نوم عملیات کړي دي.
د دغو عملیاتو په اړه په پخوانیو خپرو شویو معلوماتو کي امنیتي سرچینو د وسله والو د پټنځایونو د ویجاړولو او د یو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. خو دا لا نه ده تایید شوې چې د چهارشنبې کارروایي هم د «۱۱ ګرج» د عملیاتو برخه وه او که جلا ترسره شوې وه.
تر اوسه د حیدري د وژل کېدو دقیق ځای، په ټي ټي پي کي د هغه د مسوولیت او د نورو تلفاتو په اړه نور تفصیلات نه دي څرګند شوي. د پاکستان امنیتي چارواکو هم د دغې ځانګړې کارروایۍ په اړه بشپړ بیان نه دی خپور کړی.


شال نیوز