ریاض (شال نیوز) : د سعودي عربستان یوه عدالت د سریلانکا ۲۴ کلن ځوان انوجان سیواراسا ته پر فېسبوک د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ﷺ د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې ده.
د بخښنې نړیوال تنظیم د اکتوبر پر اوومه په یوه بیان کي ویلي چې دغه ځوان د جولای پر لومړۍ نېټه نیول شوی و. نوموړي عدالت ته ویلي چې پر فېسبوک یې تبصره د غوسې په حالت کي کړې وه، خو وروسته یې ختمه کړې او په یوه ویډیو کي یې بخښنه هم غوښتې وه.
د دغه ځوان مقدمه لومړی د سعودي عربستان د احسا په سیمهییز جنايي عدالت کي اورېدل شوې وه. دغه عدالت د جولای پر ۲۷مه نوموړي ته د پنځو کالو قید او درې میلیونه سعودي ریاله جرمانې سزا اورولې وه، خو د سپتمبر پر ۱۷مه د سعودي عربستان د الشرقیه صوبې د اپیل عدالت دغه پرېکړه بدله کړه او ځوان ته یې د مرګ سزا واوروله.
د بخښنې نړیوال تنظیم ویلي چې دغه ځوان له نیول کېدو وروسته تر لومړۍ عدالتي پرېکړې پورې د وکیل مرسته نه وه ترلاسه کړې. بلخوا د سریلانکا حکومت د خپل وګړي د ژوند ژغورلو لپاره سفارتي او قانوني هڅې پیل کړې دي. د نوموړي د مرګ د سزا پر ضد اپیل هم شوی دی.
د بخښنې نړیوال تنظیم د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشرې هبه مرايف ویلي چې یوازې د خپلې خبرې یا نظر څرګندولو په وجه یو کس ته د مرګ سزا ورکول د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره سمون نه لري.
د دغه تنظیم د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر پنځمې په سعودي عربستان کي لږ تر لږه ۱۷۵ کسان اعدام شوي دي چې ۹۴ پکي د نورو هېوادونو وګړي وو. تر اوسه سعودي چارواکو د دغه سریلانکايي ځوان د مرګ د سزا د عملي کولو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان کړې.
د بخښنې نړیوال تنظیم له سعودي چارواکو غوښتنه کړې چې د دغه ځوان د مرګ سزا ختمه کړي او قانوني حقونه یې خوندي کړي.


شال نیوز