د بنو د منډان تاڼې په حدودو کې د کينګر جان بهادر په سيمه کې ،د مې په ۸مه، د يو ډرون له غورځېدو وروسته زوروره چاودنه شوې، چې له امله يې د ښځو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
ځایي سرچينو ويلي، چې ډرون له نامعلوم لوري راغی او د په ابادۍ پرېوتل، چې ورپسې يې زوروره چاودنه وشوه، چې له امله یی په سيمه کې وېره خپره شوه. عيني شاهدان وايي چې د چاودنې سره سم خلک له کورونو نه راووتل او د ټپيانو د را ايستلو هڅې يې پېل کړې.
ځايي خلکو په خپل سر ټپيانو ته لومړنۍ طبي مرسته ورکړه او وروسته يې د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته یې ولېږدول. د روغتون د انتظاميې په وينا، ټولو ټپيانو ته طبي اسانتياوې برابرې شوې دي.
امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې وروستو یې سيمه کلابنده کړې، د چاودنې نوعيت او د ډرون په اړه پلټنې روانې دي او د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره له بېلابېلو اړخونو څېړنه کېږي.
بل پلو د سيمي خلکو پر دې پېښه اندېښنه ښودلې او له حکومته يې غوښتنه کړې ده چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.

صفدر داوړ