د سویلي وزیرستان په مرکز واڼا کې د فوټبال د یوې سیالۍ پر مهال فضا هغه وخت غمجنه شوه، کله چې لوبغاړو او نندارچیانو په غواخوا سیمه کې د ډرون په برید کې د وژل شویو ماشومانو سره د عقیدت او غمرازۍ څرګندونه وکړه.
د لوبې له پېل وړاندې د وژل شویو (معاویه، سنایا بي بي او سورین بي بي) ارواو ته د ایصالِ ثواب لپاره د دعا ځانګړې غونډه وشوه، چې پکې ګډونوالو د ژور خپګان څرګندونه وکړه. د فوټبال په لوبغالي کې موجودو ټولو لوبغاړو د غمرازۍ په نښه په خپلو مټو تورې پټۍ تړلې وې او په دې توګه یې له اغېزمنو کورنیو سره خپل یووالی وښود.
په لوبغالي کې نندارچیانو داسې بینرونه هم پورته کړي وو چې پرې د پښتون وطن د امن او د ماشومانو د وژنې پر ضد شعارونه لیکلی شوي وو. هغوي په ټینګار سره وویل چې ماشومان د قام راتلونکی دی او د هغوي وژل په هېڅ قانون او انسانیت کې جواز نه لري.
د سیمي لوبغاړو او مشرانو په حکومت او اړوندو ادارو غږ وکړ چې د پېښې شفافه پلټنه وکړي او د ولسي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د ژوند خوندیتوب په هره بیه یقیني کړي. هغوي زیاته کړه چې د وزیرستان ولس نوره سوله غواړي او د ناامنۍ دا روانه لړۍ باید په سملاسي توګه ودرول شي.

ظفر وزير