د بره دیر په واړۍ سیمه کې ،د مې يه ۸مه، د جمیعت علماء اسلام د سیمه ییزو مشرانو له لوري د شېخ الحدیث مولانا ادریس د وژنې پر ضد احتجاجي لاریون ترسره شو، چې پکې د سیمې ګڼ شمېر دیني عالمانو، مشرانو او عامو خلکو ګډون درلودل.
په لاریون کې ګډونوالو د وژل شوي عالم د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوله او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول. دوي ویل چې تر هغه وخته به خپل احتجاج دوامداره ساتي، څو چې د مولانا ادریس د وژنې عاملین قانون ته نه وي سپارل شوي.
د احتجاجي غونډې پر مهال مفتی مولانا مبصر، مفتی شعیب، مفتی عبدالرزاق او مولانا محمد نبي په خپلو ویناوو کې وویل چې دا پېښه د ټولې سیمي لپاره د اندېښنې وړ ده او ریاست باید زر تر زره د زمه وارو د نیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دوي زیاته کړه چې که د پېښې عاملین زر و نه نیولی شي، نو د احتجاجونو لړۍ به لا پراخه کړي.
د احتجاج نه پس خلک په پرامنه طریقه منتشر شول، خو ګډونوالو د حکومت څخه د فوري انصاف غوښتنه وکړه.

جاوید ملنګ