نن په پېښور ښار کې د عیسوي ټولنې له خوا د ایسټر مذهبي جشن په ډېر درناوي، عقیدت او خوښۍ سره ولمانځل شو. د ښار په بېلابېلو کلیساوو کې ځانګړې دعاګانې او مذهبي مراسم ترسره شول، چې پکې ګڼ شمېر عیسوي نارینه، ښځو او ماشومان ګډون وکړ.

 

ایسټر د عیسویانو له مهمو مذهبي ورځو څخه ده، چې د حضرت عیسیٰ علیه السلام د بیا راژوندي کېدو یاد تازه کوي. د دې ورځې په مناسبت خلک په سهار وختي کلیساوو ته لاړل، شمعې یې بلې کړې او د سولې، میني او ورورولۍ لپاره یې دعاګانې وکړې.

 

د پېښور په مشهورو کلیساوو لکه سینټ جانز کاتېډرل چرچ او نورو عبادت ځایونو کې د امنیت کلک تدابیر نیول شوي وو، تر څو خلک په ډاډه فضا کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. د پولیسو او نورو امنیتي ادارو اضافي ځواکونه هم پر ځای شوي وو.

 

د عیسوي ټولنې یو شمېر مشرانو رسنیو ته وویل چې ایسټر یوازې مذهبي اهمیت نه لري، بلکې دا د بخښنې، یووالي او سولې پیغام هم لري. هغوي په پاکستان او په ځانګړي توګه په پښتونخوا کې د امن لپاره دعاګانې وکړې.

 

په دې موقع د پاکستان د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مشرانو له خوا هم عیسوي ټولنې ته د ایسټر مبارکي ورکړل شوه او د هغوي د سولې، سوکالۍ او امنیت لپاره يې نېکې هیلي څرګندې کړې.

 

په ښار کې د ایسټر په مناسبت د خوښۍ فضا وه، ماشومانو رنګیني جامې اغوستې وې او کورنیو یو بل ته مبارکۍ ورکولې. ځینو کورنیو ځانګړي خواږه هم پاخه کړي وو او دا ورځ یې په ګډه ولمانځله.